ایکنانیوز راپور راکوي، شهید حسین محمدي د ۳۴۹لمریز کال دلیندۍ د میاشتې په ۲۲نیټه په تهران کې وزیږید. هغه د قرآنی مخکښ سید محسن موسوي بلده یو شاګرد ؤ، او پخپل تلاؤت کې ئې د محمودعلی البناء په سټایل سره تلاؤت کاوه.
موسوي بلده د خپل دغه شاګرد په باب په یولړ خبرو کې هغه د دارالتحفیظ القرآن الکریم (په تهران کې د واقع دایران لومړنۍ قرآنی موسیسه) سور ګل او یو، ریښتونی ، خوش اخلاق، مهربان او په خوله تل مُسکا لرونکی کس معرفي کړی دی.هغه همداراز وئيلي دي ، حسین نهه کلن ؤ چې د قرآن محفل ته راغی او شپاړس کلن ؤ چې شهید شو. یو داسې زلمی ؤ چې ډیر زر ئې روحي وده او لوړتیا پيدا کړه ، د قرآني غونډو په پیل کې ډير کرار ؤ په مینې سره به د رحل تر شا کیښناست، په غونډو کې د لومړني امتحان لپاره کاندید شو څو تلاؤت وکړي او ما د زلمیتوب په خاطر له هغه له قرآنه د لوستلو توقع درلوده ، خو له هغه مو ډير ښکلی او په زړه پورې تلاؤت واورید.
حسین محمدي د مذهبی فعالیتونو په زمینې کې هم ډيرخوځنده ؤ.هغه د سیمې د جومات په پلاوي کې چې د شهید صفاری له خوا جوړ شوی ؤ،د قرآن د قرائت زده کړې ته مخه کړې وه او د شهریار پرهیزکار ،منصور قصري زاده پشمول مشهور قاریان به دعوت کول او قرآنی محفلونه ئې جوړول او ځوانان او زلمیان ئې د قرآن دتلاؤت او زده کړې کلاسونو ته هڅول
هغه له خپل ورور او نورو دوستانو سره یوځاي د جنګ په وخت کې د هیواد لویدیځي جبهو ته لاړ او په بیت المقدس عملیاتو کې چې د شیخ محمد په لوړو کې وشول ګډون وکړ او په شهادت ورسید. روح ئې ښاد.
ایکنا نیوز په ویډیوئي کلیب کې ددغه قرآنی فعال شهید په غږ سره د الرحمن سورې له ۳۷تر ۴۹آیتونو پورې تلاؤت ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.